اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د موسميات ??حكمې وئيلي دي د راتلونكو 24 ساعتو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې وريځ وي، په اسلام آبا??، بره پنجاب، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او كشمير كښې د نور باران او په غرونو د واورې ورېدو امكان دے، د پنجاب په مېداني سيمو او بره سندھ كښې د سهار په وخت د لړې امكان هم شته. د موسميات ??حكمې رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په بلوچستان، خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، پنجاب او سندھ كښې باران شوے او په غرونو واوره ورېدلې. تېره ورځ په هېواد كښې د تودو??ې تر ټولو ټيټه درجه په لهه كښې منفي 8 ډګري سېنټي ګرېډ ريكارډ شوې.