حافظ آب??د 07 نومبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په حافظ آب??د كښې په پرمختيائي چارو كتلو خوشحاله شوے دے، د كورونا په مهال په حافظ آب??د كښې د احساس پروګرام له مخې 66 كروړه روپې ضرورت مندو ته وركړې شوې دي، د ډسټركټ ھېډكوارټرز روغتون د بنياد تيګه كېښودل شوې چر??ه به چې د علاج غوره اسانيې وركړې شي. ده دا خبرې په حافظ آب??د كښې سياسي مشرانو او د سول سوسائټۍ نامتو شخصياتو ??ره د ملاقات په مهال وكړې كومو چې وزيراعظم ??ره د خالي په ورځ ملاقات وكړو. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال نديم افضل چن، د پنجاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار او د پنجاب حكومت وياند ډاكټر فردوس عاشق اعوان هم موجود وه. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په حافظ آب??د كښې په پرمختيائي چارو كتلو خوشحاله شوے دے، د كورونا په مهال په حافظ آب??د كښې د احساس پروګرام له مخې 66 كروړه روپې ضرورت مندو ته وركړې شوې دي، د ډسټركټ ھېډكوارټرز روغتون د بنياد تيګه كېښودل شوې چر??ه به چې د علاج غوره اسانيې وركړې شي. وزيراعظم د كورونا وبا په مهال د پنجاب حكومت په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه. وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان د معيشت تر ټولو مشكل وخت تېر شوے. د حكومت د حكمت عملې مثبت آغېز شوے، د دې اعتراف په نړيواله ت??ګه هم شوے. د وبا نه پس د معاشي عمل په بحالې خبره كولو ??ره وزيراعظم ووئيل چې د منطقې په ټولو هېوادونو كښې زمونږ د معيشت پايه وړومبې چلېدلې. وزيراعظم ووئيل چې د كورونا دوهمه چپه په نظر كښې ساتلو ??ره مونږ ته د احتياط كولو ضرورت دے، سياسي او سماجي مشران دې په دې لړ كښې اولس كښې شعور بېدارولو لپاره خپل پوره كردار تر??ره كړي.