كوئټه 16 اكتوبر (اے پی پی) د كشمیر كمیټۍ چیئرمین شهر یار آفریدی وئيلي دي هند په پاكستان كښې فرقه واریت زياتولو له د سوشل میډیا لار خپلوي٬ اولس دې د تحقیق ن?? غير خبرونو خپرولو څخه ډډه وكړي او د ځوانانو د پر??خت?? عزم دې وكړي۔ده دا خ??ره كوئټه كښې د بلوچستان یونیورسټی آف انفارمیشن ټیكنالوجی ، انجنئرنګ اینډ منیجمنت سائنسز(بیوټمز)كښې پیغام پاكستان ترمخه د قومی همغږۍ په سر??ط سیمینار ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع پارلیمانی سیكرټری دھنیش كمار، وائس چانسلر بیوټمز احمد فاروق بازئی او د ډاكټر معصوم یاسین زئی پشمول نور هم موجود و ؤ۔شهر یار آفریدی ووئېل پاكستان په مړانه د ترهه ګرۍ مقابله كړې او دې څخه زيات ئې د لوئ دښمن مقابله هم كړې اوس هند پاكستان كښې فرقه واریت له وده ور??ولو له د سوشل میډیا لار خپلوي ۔ ده ووئيل د هند وزیراعظم مودی په خپل تقرير كښې اعتراف كړے چې څوك ښه ډيټا لري هغه پر??خت?? كولې شي ٬ هند په كوم هم ميدان كښې د پاكستان مقابله نه شي كولې۔ده ووئيل انفارمیشن ټیكنالوجی پر??خت?? د نړۍ په وړاندې دے، نن انټر پول ته فیشل ریكګنیشن (د مخ شناخت) ډیټا پاكستان ور??وي ٬ د هيواد ځوانان دې خپل اهمیت ترمخه مقصد مخ په وړاندې بوځي