اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي انګېج افريقه پاليسۍ ته زمونږ حكمومت پام لرنه كوي٬ د پاكس??ان او افريقائي هېوادونو ترمېنځه په ګڼو څانګو كښې د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي مرستې پراخه موقعې شته ۔ د خارجه ??فتر وياند له مخې خارجه وزير دا خبرې د شورو په ورځ د كينيا خپل همڅنګ رچل اومامو سره په ټېلي فوني تماس كښې كړې۔ د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د تجارتي او اقتصادي مرستې پحقله تفصيل?? خ??رې هم وشوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د پاكس??ان او كينيا ترمېنځه په ګڼو څانګو كښې د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي مرستې پراخه موقعې موجود دي٬ انګېج افريقه پاليسۍ ته زمونږ حكومت پام لرنه كوي۔ خارجه وزير د پاکستان، افريقه ټرېډ کنف??نس په كوربتوب كولو د كينيا د خارجه وزير مننه وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي د كينيا خپل همڅنګ ته د پاكس??ان دورې بلنه هم وركړه۔ د کينيا خارجه وزير رچل اومامو په ټېلي فوني رابطه او د دورې په بلنه وركولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه كولو سره واضح كړه د وبائي رنځ صورتحال معمول ته د راتللو نه پس به د وزيراعظم عمران خان په بلنه د کينيا صدر اورو کينياټا هم د پاكس??ان دوره كوي