اسلام آباد 7 ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم د سماجي تحفظ او تخفيف غربت خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې تعلیمی كال 2020-21ء لپاره احساس انډرګرېجوېټ سکالرشپ آن لائن پورټل پرانستل شوے دے۔ د هېواد 119 پبلک سېکټر پوهنتونونو كښې د انډرګرېجوېټ پروګرامونو هغه زده ك??ؤنكي چې د كورنۍ امدن ئې 45,000 روپۍ نه ك?? دے احساس سكالرشپ لپاره درخواست وركولې شي۔ اهل او مستحق زده ك??ؤنكي د آن لائن پورټل https://ehsas.hec.gov.pk د لارې درخواست وركولې شي۔ سکالرشپ درخواست كښې د اړوندو پوهنتونونو نامه درج كول ضروري دي۔ په تعلیمی كال 2019-20ء كښې په مجموعي توګه د 4.827 ارب روپو انډر ګراېجوېټ سكالرشپس د زده ك??ؤنكو ترمينځھ ووېشلې شول۔ وزیراعظم عمران خان په 4 نومبر كال 2019ء د ”احساس سکالرشپس پروګرام” په باقاعده توګه پرانسته ??ړې وه۔ د دې پروګرام له مخې ب?? هر كال د كم آمدن لرونكې كورنيو 50,000 انډر ګرېجوېټ زده ك??ؤنكو ته وظيفې وركولې شي۔ دې څلور كلن پروګرام څخه به 200,000 زده ك??ؤنكي استفاده وكړي۔ په دې سكالرشپ كښې 100 فیصد ټيوشن فيس او 4,000 روپۍ د مياشتې وظيفه هم شامل ده۔ 50 فیصده سکالرشپس انجونو او 2 فيصده معذور زده ك??ؤنكو لپاره بېل ??ړې شوي دي۔ د پروګرام بجټ 24 اربه روپۍ دے۔ تېر كال 2019-20ء لپاره په مجموعي توګه 132,192 درخواستو??ه د هائر ایجوکېشن کمېشن په آن لائن پورټل ترلاسه شوې وو۔ د وضعه ??ړې شوې تګلاره له مخې كره كتنې نه وروستو 50,762 زده ك??ؤنكو ته سکالرشپس جاری ??ړې شول۔ دې ووئيل ددې پروګرام نګراني احساس سکالر شپ سټېئرنګ کمېټي كوي۔