اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) متحده علما بورډ د محرم الحرام په اړه ضابطه اخلاق جاري كړے. په ضابطه اخلاق كښې وئيلي شوي د مذهب په نوم ترهګري، انتهاخوښي، فرقه ورانه تشدد، قتل و غارت ګري د اسلام په ضد فعل دے ٬ هر فكري مكتب او د ټولو مذهبونو مشر??ن د دې څخ?? د مكمل برات اعلان كوي، كوم مقرر، خطيب، ذاكر يا واعظ دې په خپله وېنا كښې د انبیاء علیه السلام ، اهل بیت اطهار ، اصحاب رسول ، خلفائے راشدین ، ازواج مطهرات، آئمه اطهار او د حضرت امام مهدی سپكاوې ونه كړي، كومه هم اسلامي فرقه دې كافر، كوم هم مسلمان يا غېرمسلم دې ماورائے عدالت واجب القتل ونه ګرځولے شي او د پاكست??ن د آئين له مخې دې د ټولو مذهبونو او مسلكونو خلق خپل ژوند او مذهبي ژوند تېر كړي. په ضابطه اخلاق كښې وئيلي شوي د شرخورونكو او زړه آزارونكو كتابونو، پمفلټ او تحريرونو اشاعت، تقسيم او ترسيل دې ونه كړے شي. اشتعال انګېز او د كركې د موادو په كېسټونو او د انټرنېټ په وېب پاڼو دې مكمل بندېز ولګولے شي. په اولسي كچه شريكې غونډې دې وكړې شي او يو بل سره دې د يووالي څرګندونه وكړې شي. په پاكستان كښې مسلمانانو سره سره غېر مسلم هم اوسيږي ، ??كه د شريعت اسلاميه له مخې د غېر مسلمو د عبادت ځايونو، د دوي د مقدساتو او د دوي د ځان او مال تحفظ هم د مسلمانانو او د پاكست??ن د حكومت ذمه واري ده. حكومت دې قومي اېكشن پل??ن د فرق نه بغېر عملي كړي. د دې نه علاوه پېغام پاكستان يو متفقه دستاوېز دے د كوم قانوني شكل وركولو لپاره دې په سمدستي ??وګه مشاورتي ??مل پېل ??ړے شي. د متحده علما بورډ په ضابطه اخلاق كښې وئيلي شوي په شريعت اسلاميه كښې فتويٰ ډېر اهميت لري، د قرآن او سنت په رڼا كښې وركړې فتويٰ به معتبر وي. د قرآن او سنت د تعليماتو په ضد په وركړې شوو فتوو په په سمدستي ??وګه كارروائي كولې شي.