اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) صدر ډاکټرعارف علوی د پارلمان شريكې غوندې ته خطاب كښې د كشمير په مسئله د پاکستان د اصولی او جائزموقف پخلي كولو س??ه اولس ??ه باور وركړے چې پاکستان به د سلامتی کونسل قراردادونو له مخې تر خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د کشمیریانو منصفانه هلو ځلو سیاسی، سفارتی او اخلاقی مرسته روانه ساتي۔ صدر په خپل خطاب كښې په غیر قانونی توګه د هند په قبضه جمو او کشمیر كښې د هند ریاستی جبر او د کشمیری اولس خراب صورتحال په تفصیل سره وړاندې كړو۔ صدرمملکت ووئيل د هند استعماری پالیسیو س??ه سيمه ايز امن او استحکام خطر سره مخ كيږي۔ هره ورځ په کنټرول لائن شهری آبادی په نښه كړے كيږي او تقریباً ټولو ګاونډيانو س??ه سرحدی شخړې پيل كول د هند عادت ګرځېدلے۔ صدر د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورت?? كولو د وزیراعظم عمران خان او حکومتی هڅې ستائلو س??ه و??ئيل په يو كال كښې درې ځل په دې مسئله په سلامتی کونسل كښې بحث شوے۔په دې لړ كښې د پاکستان نوې سیاسی نقشه زيات اهميت لري۔ د پاکستان نقشه دا حقیقت رامخې ت?? كوي چې کشمیر د قائدِ اعظم محمد علی جناح د فکر له مخې د پاکستان شه رګ دے۔ دا نقشه د دوه قامي نظریے او د پاکستان د هغه اصولی موَقف توثیق کوي چې له مخې ئې کشمیر د مسلمانانو اک??ریتی سيمه چرې هم د هند برخه نه شي جوړيدې۔ صدر د ملګرو هيوادونو او په خاص توګه د ترکیې ، ملائیشیا ، آذربائیجان او چین مننه و??ړه چا چې مقبوضه کشمیر كښې د هندي ظلمونو غندنه كړې او په کشمیر ئې د پاکستان د اصولی موقف مرسته کړې۔ ده په خص توګه د او آئی سی هم مننه و??ړ?? كوم چې په 5 اګست او دغې نه پس د هند د اړخه پورته كړي اقدامات مسترد کړې او د كشمير په مسئله ئې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په حل کولو زور راوړے