اسلام آباد ۔ 09 اګست (اے پی پی) د اسلام آباد چېمبر پخواني صدر شاهد رشيد بټ وئيلي دي د پاكستتان برآمدي څانګه د هند ٬بنګله دېش او نورو حريف هېوادونو په مقابله كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه ك??ي كومه به چې دغسې روانه ساتل وي۔ د كورونا وائرس د لاسه ك?? يو اړخه د ټولې نړۍ د هېوادونو پېداوار او برآمدات ځپلې شوي دي نو بلخوا د ج??لا??ي په مياشت كښې د پاكستان برآمدات زيات شوي دي او ټېكسټائل برآمداتو كښې 14.3 فیصد اضافه شوې ده ك??مه چې يو ريكارډ دے۔ ده ووئيل د دې كرېډت وزيراعظم عمران خان ٬ دده ډلې او برآمد كوؤنكو ته ځي۔ شاهد رشيد بټ ووئيل تېره مياشت د هند برآمداتو كښې 13.7 فیصد او د بنګله دېش برآمداتو كښې 17 فیصده ك??ي ريكارډ كړې شوه ولې د پاكستان برآمدات مخ په زياتېدو دي۔ ده زياته كړه چې برآمداتو كښې ددې ښ?? والي په ځائې ساتلو له به ټولې ممكنه هڅې كول وي۔