اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وفاقي کابينې د مني لانډرنګ او ټېرر فناسنګ مخنيوي لپاره د اېنټي مني لانډرنګ بدلون بل٬ د ترهګرۍ مخنيوي په اېكټ 1997 كښې د مجوزه بدلون كولو ، په ضابطه فوځداري قوانين كښې د بدلونونو٬ د سنګل ټرېژري بېنك اكاٶنټ په قواعدو كښې بدلون سره د نېشنل هېلت اېمرجنسي رېسپانډ اېكټ منظوري وركرې ده ،د نېشنل هېلت اېمرجنسي ريسپانډ اېكټ مقصد د هر ډول قدرتي آفتونو په صورت د وفاق او د ص??بو ترمېنځه همكاري رامخې ته كول دي، وفاقي كابينې د پي ټي وي لائسنس فيس د 35 نه تر سلو روپو كولو په تجويز پرېكړه تر راتلونكې غٶنډې وځنډوله، د وزي??اع??م عمران خان وژن له مخې په وړومبي ځل خاص مرستيال?? هم خپلې ??ثاثې ډكليئر كړې دي، وزي??اع??م واضح امر كړے چې د غنمو او اوړو ترلاسه كېدو او وركړه كښې هېڅ ډول خنډ رامخې ته نشي ۔ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېتړ شبلي فراز د وزي??اع??م عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غوندې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل کابينې د ټي وي لائسنس فيس د 35 نه د سلو روپو كولو په تجويز غور كړے ، د پي ټي وي تنظيم نو منظوري وركرې شوې او د پي ټي وي معاملات سمولو لپاره د لائسنس فيس زياتولو تجويز وركړے شوے ؤ، د مختلفو رايو رامخې ته كېدو نه پس د پي ټي وي لائسنس فيس د زياتولو معامله تر راتلونكې اوونۍ ځنډولې ??و ۔ ده ووئيل پي ټي وي شاند??ر تاريخ لري، دا ډول ادارې د عظمت نشانونه وې خو پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) په رياستي ادارو كښې د بدانتظامۍ او مېرټ برعكس بهرتۍ كولو سره ادارې خاورې ايرې كړې دي كومې ادارې ته چې مخ اړو?? هم دغه حال لري ۔ده ووئېل موجودہ حکومت د پي ټي وي او سټيل ملز پشمول ټولې ??دارې بيا په خپلو پښو ودرول غواړي،ځكه چې دا ادارې د رياست نمائندګي كوي۔ ده ووئيل وفاقي كابينې د وزي??اع??م په خپله كابينه كښې د شاملو خاص مرستيالو د اثاثو ډكليئر كولو د پرېكړې هم ستائنه كړې ٬ په وړومبي ځل داسې شوي ،وزي??اع??م عمران خان غواړي چې د ټاكلو اولسي نمائندګانو غوندې خاص مرستيالان هم اولس ته معلومات وركړي۔ ده ووئيل په تېره اوونۍ كښئ د ديامبر بهاشا بند منصوبه مخ په وړاندې د بوتللو عمل باقاعدہ پېل شوے ، ارزانه برېښنا به پېدا كړے شي او اوبه به ذخيره كړے شي۔ده ووئېل د ايوب خان دور نه پس دا لويه منصوبه نه ده٬ د دې خواږه به ټول قام رسيږي۔ سنېټر شبلي فراز ووئيل وزي??اع??م د اشهاراتو بقاياتو په نه وركولو د خفګان څرګندونې كولو سره ټولو وزارتونو ته د اشتهارات بقاياجات وركولو لپاره د يوې اوونۍ وخت وركړے ، د اطلاعات وزارت ته چې څنګه د نورو وزارتونو څخه فنډز ترلاسه شې بقاياجات به وركړے شي۔ ده ووئېل د غنمو او اوړو بيعې په زياتېدو وزي??اع??م ته اړوندو وزارتونو بريفنګ وركړے۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل وزي??اع??م واضح امر كرے چې د غنمو او اوړو ترلاسه كېدلو او وركولو كښې هېڅ خنډ رامخې ته نشي۔ ده ووئيل د کرونا وائرس پحقله حالات بهترۍ پلو روان دي٬د لوي اختر په موقع به د كرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره په قواعدو او ضوابطو په سختۍ سره عمل كولے شي۔ د اطلاعات وزير ووئېل وفاقي کابينې د اسلام آباد کېپيټل ټيريټري د وقف املاك ايکټ هم منظوري وركړې ۔ ده ووئيل د ارزانو كورونو جوړولو كښې د بېنكونو د لارې په مارك اپ كښې كمے كړے شوے ، د کابينې په غونډه كښې د احساس اېمرجنسي كېشن پروګرام په اړه تفصيلي بريفنګ هم وركړے شوے۔ وزي??اع??م او د ھغه كابينې د ډاكټر ثانيه نشتر او د ھغې د ډلې ?? كاركردګۍ ستائنه كړې او دا يو داسې پروګرام دے چې سپېځلتيا ته ئې سياسي مخالفين هم ګژته نشي نيولے۔ کابينه كښې په دې لړ كښې ووئيل شول دې پروګرام څخه به مونږ ته كومه سياسي ګټه ورسي په دې وزي??اع??م عمران خان ووئيل د احساس پروګرام سياسي مفاد لپاره نه دے بلكې د الله پاك رضا لپاره پېل كړے شوے ۔ په دې مهال د اطلاعات او خپرونو وزير د يتيمانانو د مرستيالې مېرمن په مړينه او په تربت كښې په چاٶدنه كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكره۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل اسلام آباد څخه يو خبريال په مبينه توګه د تښتولو خبر د كابينې غوندې نه پس ترلاسه شوے، په دې معاملو په سمدستي توګه داخله وزير سره ټېلي فوني خبرې شوي ٬ مونږ هڅه كوٶ چې د تښتولي شوي خبريال زر تر زره درك ولګوو۔ د يوې پوښتنې په ځوب وفاقي وزير ووئيل کراچۍ كښې د لوډشېډنګ صورتحال به په يو دوو ورځو كښې ښه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د پي ټي وي د تنظيم نو لپاره د مالي وسائلو ضرورت دے۔ د پي ټي وي پشمول د قامي ادارو د تباهۍ ذمه وار پخواني حكومتونه دي ۔ ده ووئيل د نېب په ضد خبره كوٶنكو خپل دور كښې قامي ادارې ړنګې كړي، په نېب تنقيد كوٶنكو سټيل ملز ٬ پي ټي وي او د پي آئي اے پشمول د عظمت نشانې ټولې ??دارې تباه كړي ا?? هم دې خلقو په ماضي كښې د خپلو خپلو حكومتونو په مهال نېب سياسي مقاصدو لپاره استعمال كړے ۔ده ووئېل په کمزوري پراسيکيوشن عدالت څخه بري كېدونكې فرښتنې نه دي ثابت شوي