اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې نن د رانا ثناالله خوب نه دې پوره شوے، هغه ته داسې لګي لكه چې د وزيراع??م په دفتر كښې نواز شريف دے چې د قوم پېسه بې دريغه لوټ كوي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې ده ووئيل چې سترګې پرانستلو ??ره وګورئ د وزيراعظم د دفتر عمله د 522 نه كمولو ??ره 298، د ګاډو شمېره د 74 نه 46 او ټول اخراجات 40 فيصده كم كړے شوي دي. ډاكټر شهباز ګل ووئيل چې عمران خان د يوې يوې پېسې حساب اخلي. ستاسو په زمانه كښې دا اخراجات يو ارب 40 كروړو ته ??سې??لي و. وزيراعظم دا كمولو ??ره 67 كروړو ته راوستلي دي. ده ووئيل چې ستاسو كار خو شپه ورځ دروغ وئيل دي او د دې نه زيات تاسو زده كړي څه دي، په ايماندارې كښې ستا او ستا د آقاګانو خان ??ره څه مقابله. خاص مرستيال ووئيل چې يوه بله خبره رانا صاحب ستا ميا صاحب او د بلاول ابا حضور خو به په خپله لوټ كړے شوے مال په ځائ لګولو لپاره تلل. ځكه ستاسو ميا صاحب په 4 كاله كښې په سركاري خرڅ 21 ځله لندن ته تللې او د بلاول ابا زرداري صاحب په پنځه كاله كښې 21 ځكله د دبئي دورې كړې دي. هسې د 5 كاله 10 فيصده 50 دورې جوړېږي