پيښور 10 اپریل (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان د جمعې په ورځ د پيښور دورې په مهال د احس??س پروګرام ترمخه د امدادی روپو وركولو لپاره د جوړ مرکز دوره وكړه، دغه مرکز حیات آباد فیز 5 كښې ویمن ډګری کالج كښې جوړ شوې ٬ په دې ??وقع د خیبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان ، وزیر اعلیٰ محمود خان ، وفاقی وزیر اسد عمر ، دوهم وزير شهر یار آفریدی او د وزیر اعظم خاص مرستياله ثانیه نشتر هم ده سره ملګري وؤ۔ وزیر اعظم په مرکز كښې مستحقینو له د امداد ی روپو وركولو عمل جاج واخست۔ ده د مرک?? منتظمینو څخه د روپو وركولو عمل تفصیلات په اړه معلومات هم ترلاسه كړل۔ وزیر اعظم ته ووئيل شول احس??س پروګرام ترمخه مستحقینو له د روپو وركولو په مهال د مستحقینو عزت نفس خاص خیال ساتلې كيږي او د?? سره سره د کرونا وائرس وباﺀ ترمخه ټول احتیاطی تدابیر او د اېس او پیز خيال هم ساتلې كيږي