اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره ?? ملټي نېشنل ټيلي کميونيکېشن سروسز کمپنۍ “وي آن” (VEON) چيف آپرېشنز آفيسر سرګۍ هېريرو د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ جاز پاكستان د وي آن ذيلي كمپني ده۔ په دې موقع د جاز پاکستان چيف اېګزېكټو آفسر عامر ابراهيم ٬ چيف کارپورېټ اېنډ رېګوليټري افيئرز سيد فخر اح??د او د ډيجيټل فنانشل سروسز مشر الياس يزبېك هم ده سره ملګرتيا كوله۔ په دې موقع د سرمايه كارۍ بورډ چيِئرمېن سيد زبېر حېدر ګېلاني، د پي ټي اے چيئرمېن ميجر جنرل (ر) عامر عظيم باجوه او د وزيراعظم ډيجيټل پاکستان لپاره فوكل پرسن تانيه ادروس هم په دې موقع موجود وه۔ و??يراعظم عمران خان د وي آن پاکستان د اوږدې مودې تړون ستائنه وكړه٬ كمپنۍ په پاكستان كښې د 9 اربه ډالرو سرمايه كاري كړې او د 6 كروړه مصرف كوٶنكو خدمت كوي۔ و??يراعظم عمران خان ووئيل پاکستان د مواصلات او توان په اړه د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري ٬ حكومت كاروبار آسانولو ته خپل پام ګرځولې او زمونږ د آزاد سرمايه كارۍ د پاليسۍ نړيوالې مالياتي ادارې ستائنه كوي۔ و??يراعظم ووئيل اوسني حكومت د ”ډيجيټل پاکستان” منصوبه پېل كړې چې مقصد ئې ځوانانو ته يو پلېټ فارم وركول دي دغسې چې ھغوي په آزادۍ كار كولو سره د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې خپل كردار په ښه ډول ولوبولې شي۔ و??يراعظم ووئيل حكومت د ډيجيټل پاليسۍ له مخې پاکستان كښې د آئي سي ټي انډسټرۍ حجم په راتلوونكو څو كالو كښې 20 اربه ډالرو ته رسول غواړي۔ ده ووئيل د دې پاليسۍ له مخې د آئي ټي په اړه ځوانانو ته ډيجيټل خدمات كښې جدت راوستو او په دې لړ كښې د كردار لوبولو لپاره انفراسټركچر او اداره جاتي فرېم ورك سره ډيجيټل ايكو سسټم وركولې شي۔ د كمپنۍ چيف آپريشنز آفيسر سرګي هېريرو وزيراعظم او د ھغه د حكومت ټيلي کام کمپنو ته كار كولو لپاره مسابقتي او په سپېځلي ماحول وركولو مننه وكړه۔ ده ووئيل جاز پاكستان 8221;??نټرنېټ ټولو لپاره” كمپائن پېل كړې چې له مخې ئې سوشل ميډيا، جاز کېش او د وزيراعظم سټيزن پورټل لپاره د استطاعت جوګه موبائل فون او انټرنېټ ته رسنه وركولې شي۔ ده ووئيل د دې سروس وركولو لپاره وګړي د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې اقتصادي هلو ځلو جوګه كولو او ګورننس ښه كولو له به هم مرسته ترلاسه شي۔ سرګي هېريرو د حکومت لخوا د جعلي خبرونو مخنيوي لپاره د شوو اق??ام??تو ستائنه كولو سره ووئيل د جعلي خبرونو د لارې غېر يقيتي صورتحال او يره پېدا كول سرمايه كارۍ لپاره د تباهې وړ كار دے