واشنګټن 18 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د امريكې خارجه سېكتر مائيكل پومپيو سره ملاقات وكړو. په امريكا كښې د پاكستان د سفارت لخوا ترلاسه ش??ې خبر پاڼې له مخې د دواړو مشرانو ترمېنځه په سټېټ ډيپارټمنټ كښې ملاقات شوے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې دي. په دې موقع خارجه وزير د هند لخوا په مقبوضه جمو او كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې په ډاګه كولو سره په منطقه كښې امن لپاره د هند او پاكستان ترمېنځه د بنيادي كشمير شخړې په حل زو?? راوړو. ده ووئيل چې هند د تېرو پنځو مياشتو نه 80 لكه كشميريانو د كرفيو د لارې م??صور كړي دي. ده ووئيل چې په سوئيلي اسيا كښې تر هغه وخت امن نه ش?? راتلې چې د كشمير مسئله د 80 لكه كشميريانو د رائې او د م??ګرو ملتونو د قراردادونو له مخې نه وي حل كړې شوې. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د امريكې خارجه وزير د اېران او د سعودي دورې په مهال د م??اقاتونو د تفصيلاتو نه هم خبر كړو. شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان په منقطه كښې امن او استحكام غواړي او په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره خپل كردار ادا كولو ته پوخ عزم لري.