اسلام آباد 06 جنوری(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې پاكستان سعودي سره د ورورولۍ اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري او سعودي سره په دوستۍ وياړ لري ٬ د پاكستان په معاشي او سماجي پرمختګ كښې د سعودي كردا?? د ??تائنې وړ دے۔ده دا خبرې د ګل په ورځ پاكستان كښې د سعود?? سفير نواف بن سعيد المالكي سره د ملاقات په م??ال په خپلو خبرو كښې وكړی۔د ملاقات پھ م??ال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل په سعودي كښې د پاكستان د پارليماني پلاوي په ښه مېلمستياﺀ كولو د سعودي د مشرتابه او اولس مننه كوو۔د پاكستان سلامتيا او پرمختګ لپاره د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز تاثرات د ستائنې وړ دي٬د پاكستان د پارليماني پلاوې د سعودي اوسنۍ دوره د دواړو هېوادونو د اړيكو په مستحكمولو كښې مرسته كونكې ثابته شوې۔د سعود?? سفير ووئيل سعودي پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پاكستان يو مخلص دوست او ورور ګڼ??٬ده د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د سعودي لخوا په پاكستان كښې سماجي مرستې روانې ساتلو له باور وركړو