اسلام آباد ۔ 20دسمبر(اے پی پی) د وزيراع??م د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د ادارو مضبوطيا د جمهوريت ودې له ضروري ده۔ نجي ټي وي چېنل س??ه خبرو كښې دې ووئيل بهرني عناصر او ددوئي داخلي آله كار به هېواد عدم استحكام سره مخ كولو او د ادارو كمزورې كولو ناوړه ارادو كښې ناكامه شي۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزيرا??ظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد د ر??ښانه سباؤن په ضد سازشي عناصر ته به ماتې وركړو۔ د هېواد د ټولو ادارو ترمينځھ همغږي او شريك باور د وخت مهم ضرورت دې۔ دې ووئيل وزیرا??ظم خپل دريځ څخه نه وړاندې چرې شاته شوې او نه به شي بلكې هغه په خپل دريځ كلك ولاړ دې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزیرا??ظم عمران خان او عسکری مشرتابه په غوره ډول هېواد پېښو چېلنجونو څخه بهر كوي۔ دې ووئيل هېواد د معاشي استحكام او پرمختګ منزل پلو مخ په وړاندې روان دې۔ دې ووئيل دا پرېكړه كول د ججز حق دې۔ د ججز پرېكړه ددوئي كنډكټ په ډاګه كوي۔ ده ووئيل آرټیکل 6 مقدمې له ددغه وخت حكومت كابينې څخه منظوري اخستلې نه وه۔ د سنګينې غدارۍ مقدمه د ذاتي دښمنۍ او خوښې په بنياد جوړه كړې شوې وه۔