اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) داخله وزير اعجاز احمد شاه د اروپائي ائتلاف سفيرې اندروله كمينار?? سره په داخله وزارت كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چ??رو پشمول په اېف اے ټي اېف او نورو چ??رو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د جمعې پھ ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري كړی شوې اعلاميې له مخې سفيرې ووئيل چې هيله ده د پاكستان اېف اے ټي سره اړوندو چ??رو كښې به ښه والې رامخ?? ته شي۔ دې ووئيل مني لانډرنګ٬د ترهه ګرۍ مخ نيوې او په نورو مهمو سرخطونو به سېمينارونه كولې شي۔داخله وزير د دې مثبت ګام هركلي كولو سره ووئيل په دوه اړخيزه چ??رو كښې مرسته باوري كولو له به ټولې ممكنه هڅې كوو۔سفيري ووئيل په غېر قانوني توګه بهر هېوادونو ته د تلونكو خلكو مسئله يوازې د پاكستان نه ده۔ داخله وزير ووئيل مونږ به په خپله توګه د دې مسئلې حل له ټول ضروري ګامونه پورته كوو۔ سفيرې ووئيل مونږ پھ وفاقي او صوبائي كچه پراجېكټ لانچ كول غواړو