الكرمه٬اردن 12 دسمبر (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق ??اد??ي د وزيراعظم په خاص سپارښتنه په اردن كښې مړو شوو د 13 پاكستانيانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونې لپاره د زيارت په ورځ د اردن ښار الكرمه ته رسېدلې دے ۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې په دې سيمه كښې د شارټ سركټ له امله لګېدلې اور كښې د يوې ك??رنۍ 13 پاكستانيان په حق رسېدلې وو۔د تفصيلات له مخې د مذهبي چارو وفاقي وز??ر د اردن سيمې الكرمه ته تللې۔د غم جنې ك??رنۍ مشر علي شېر جوئيه او نورو كسانو سره د ملاقات كولو په مهال ده ووئيل ستاسو د كورنۍ په دې پیښه ټول قام خفه دے۔زه د وزيراعظم عمران خان په خاص سپارښتنه غمرازۍ له راغلې يم۔پھ دې پیښه د وزيراعظم عمران خان ټولې همدردۍ ستاسو سره دي۔پيرنورالحق ??اد??ي د ارواښادو بخنښې لپاره فاتحه خواني وكړه۔د يادونې وړ ده د ځپلې ك??رنۍ تعلق د سنده دادو سيمې څخه دے۔د ځپلې ك??رنۍ مشر علي شېر جوئيه د وفاقي وزير په راتګ د وزيراعظم عمران خان د غمرازۍ په پیغام مننه وكړه