اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير عمر ا??وب خان وئيلي د?? تر كال 2030 به د تجديد وړ ذريعو څخه 8 زره مېګاٶاټ برېښنا په قامي ګرډ كښې شامله كړې ??ي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د 310 مېګاٶاټ د سيلۍ څخه د برېښنا پېداوار منصوبې سپر سكس په حقله د لوظنامې لاسليك دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان هم موجود ٶ۔ عمر ا??وب خان ووئيل په قامي ګرډ كښې د تجديد وړ توان شاملېدو سره به صنعتي هلې ځلې وده وكړي او د روزګار موقعې به زياتي ??ي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د 130 اربه ډالرو د تجديد وړ توان ماركيټ موجود دے او دې كښې ډېر ګنجائش شته ۔ ده ووئيل د سيلۍ څخه د برېښنا پېدا كولو لپاره آلات او سالر پېنل جوړېدو سره به هېواد كښې ماحول دوسته انرژي زياته ??ي۔ (ګ ل