بیجنګ۔ 5 اکتوبر (??ے پی پی) وزیراعظم ع??ران خان به راروانه اونۍ د چين په سركاري دوره بيجنګ ته رسي۔ د خپلې دورې پ?? مهال به وزریراعظم ع??ران خان د چین اولس مشر شی جن پنګ ٬ وزیراعظم لی کی کیانګ او چينائي لارښودو سره جلا جلا ملاقاتونو كښې د منطقې او د شريكې خوښې پ?? مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دې به د سی پېک ترسېوري لاندې د بېلو منصوبو په پراختيا ٬ سي پېك فرېم ورك سره سره كركيلې ٬ صنعتي او معاشي او اقتصادي څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزیراعظم ع??ران خان به چائنا پاکستان بزنس فورم ته خطاب هم كوي۔ دې به د خپلې دورې پ?? مهال د بېلو چينائي كمپنيو مشرانو سره هم ملاقات كوي۔ د وزیراعظم ع??ران خان دورې پ?? مهال به د چين پاكستان آزاد تجارت لوظنامې په دوهم پړاؤ د خيالاتو څرګندونه كولې شي دغسې چې د دواړو تزويراتي همكارانو هېوادونو ترمينځھ معاشي او تجارتي اړيكو ته لا پراختيا وركړې شي۔ دا خبره دې ښكاره چې دا به د وزیراعظم ع??ران خان په يو كال كښې د چين درېم ??وره وي۔ وزیراعظم تېر كال نومبر كښې د چين خپلې اولنۍ دوره كښې په اولني چائنا انټرنېشنل امپورټ اېکسپو كښې ګډون كړې وو۔ د روان كال پ?? مهال اپرېل كښې وزیراعظم ع??ران خان بيا د چين دوره وكړه او بيجنګ كښې نړيوالې مرستې ته وده وركولو له راجوړ كړې شوي دوهم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې ئې ګډون وكړو