میر پور 30 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت آزاد کشمیر كښې ?? ځپليو بحالۍ له پیکج جوړوي او په دې لړ كښې ??ه په وخت او سمدستي اقدامات کولې شي۔وزیر اعظم عمران خان د ګل په ورځ د آزاد کشمیر زلز??ه ځپلې سيمې میر پور دورہ وكړه او د مرستې هلو ځلو جاج ئې واخستو۔ دې د ځپليو سيمو ریسکو، ریلیف او بحالۍ اقداماتو څخه خبر كړې شو۔ وزیر اعظم ته د این ډی ایم اے د اړخه زلز??ه ځپليو سيمو كښې ?? ریسکیو، ریلیف او بحالۍ په اړه د پورته كړې شوي اقدامات په اړه بریفنګ وركړے شو۔ د دې نه پس وزیراعظم ډویژنل هیډکوارټر ټیچنګ روغتون میر پور كښې ?? بستر ځپليو تپوس پوښتنه وكړه۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل زه ملګرو ملتونو كښې وم ما ته د زلزلې په اړه ووئيل شول په دې زه ډير دړډيدلې يم۔ م?? په سمدستي توګه د دې ځائې دوره كول غوښتل خو د امريكې څخه په راستنيدو كښې ??اخير شوې۔ ده ووئيل د زلزلې په نتيجه كښې په شوي مالي او ځاني زيان د آزاد کشمیر او میرپور وګړو سره همدردی كوو۔ زه د هغوي دړډ محسوسوم۔ حکومت د ځپليو بحالۍ له يو پیکیج جوړوي او په دې لړ كښې ??ه هر ممکن او سمسدستي اقدامات كولې شي۔ په دې مهال د آزاد كشمير وزیراعظم راجه فاروق حیدر، خارجه وزير شاہ محمود قریشی، د کشمیر چارو وفاقی وزیر علی امین ګنډاپور، د این ډی اېم اے چیئرمېن لیفټېننټ جنرال محمد افضل، د پاکستان تحریك انصاف آزاد کشمیر صدر ب??رس??ر سلطان محمد چوهدری، د تحریك انصاف چیف آرګنائزر سېف اللہ نیازی هم ده سره وو۔ په دې موقع د آزاد جمو و كشمير چيف سېكتر وزیراعظم عمران خان ته زلزلې څخه د شوي زيان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو