اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان هند ته يو شمېر ځله د خبرو اترو كولو وړاندېز باوجود د زړه پورې ځواب په نه ترلاسه كېدو د افسوس څرګندونه كولو سره ??ئيلي دي اوس زه هم د هند خپل همڅنګ مودي سره خبرو كښې خوښې نه لرم ٬ څوك چې د كشمير د مسلمانانو د اكثريتي آبادۍ هيت د بدلولو عزائم لري٬ د دوه ګاٶنډي او اتومي هېوادونو ترمېنځه عسكري تاٶ تريخوالي كښې د زياتوالي اندېښنه ده ٬ د ملګرو ملتونو امن ډلو او مبصرينو ته دې هند مقبوضه كشمير ته د دورې كولو اجازه وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكې نوموړې ورځپاڼې نيويارك ټائمز سره خپله مركه كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د 5م اګست هندي كرېك ډاٶن نه وړاندې او وروستو مونږ د خبرو اترو يو شمېر وړاندېزونه كړي خو مثب?? ځواب ئې ترلاسه نشو ٬ اوس هند سره خبرې اترې عبس دي٬ ده ووئېل زما مطلب دا دے چې ما په دې لړ كښې زياتې خبرې او هڅې كړې ٬ كله چې زه سوچ كوم نو مونږ امن او خبرو اترو لپاره ??ولې ممكنه هڅې كړې خو د بده مرغه هندي واكمند زمونږ دې هلو ځلو څخه يوازې تسكين اخلي٬ ده ووئېل اوس مونږ د دې نه زيات هېڅ نه شو كولې۔ وزيراعظم د مقبوضه کشمير په صورتحال په مودي سرکار تنقيد كولو سره ??وئيل هند په مقبوضه جمو و كشمير كښې د ممكنه بدامنۍ لاره ??يولو لپاره ??ه لويه كچه عسكر تعينات كړي او په ټوله سيمه كښې ئې مواصلاتي نظام بند كړې ۔ ده ووئيل د فاشسټ او هندوبرلاسي ??هنيت لرونكې مودي د كشمير د مسلمانانو اكثريتي آبادي په په هندو اكثريت بدلول غواړي۔ ده ووئيل د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې د 80 لكه انسانانو ژوند خطر كسره ??خ دے ٬ مونږ ټول فكر مند يو چې د دوي قتل عام او نسلي كشي كېدونكې ده۔ وزيراعظم دا مركه په يو د??سې وخت كښې كړې چې كله يو ورځ وړاندې ده امريكائي اولس مشر ټرمپ سره ??ه ټېلي فوني تماس كښې ھغه د پاكستان او هند ترمېنڼه د كشمير په مسئله د زيات كړكېچن صورتحال نه خبر كړې٬ دلته دا خبره ??م د ذكر وړ ده وزيراعظم تېره ??ياشت د واشنګټن دوره ??ړې او ټرمپ سره ئې ملاقات كړې ٶ چا چې كشمير كښې د كشمير په شخړه د ثالثۍ وړاندېز كړې ٶ٬ او د كومې چې وزيراعظم عمران خان هركلے كړے ؤ خو هند دا وړاندېز قبول نه كړو۔ امريكائي اولس مشر تېره ??رځ هم يوه مركه كښې د دې وړاندېز پخلي كولو سره ??وئيل زه به د ثالثۍ يا يو بل كردار ترسره ??ولو لپاره خپلې بهترينې هڅې پكار راولم۔ وزيراعظم خپله مركه كښې په دې خبره د تشويش څرګندونه كړې چه هند كشمير كښې جعلي آپرېشن كولې شي دغسې چې د پاكستان په ضد پوځي كاروائۍ له جواز پېدا كړي٬ په دې به پاكستان ځواب وركولو لپاره ??جبور وي۔ ده ووئيل كله چې دوه اتومي هېوادونه يو بل ته مخامخ كېږي نو څه هم كېدې شي٬ مونږ لپاره د فكر خبره دا ده چې دې سره به د دوه اتومي هېوادونو ترمېنځه تاٶ تريخوالې زيات شي٬ ده ووئېل نړۍ ته بايد معلومه وي چې دا صورتحال به خطرناك وي۔ نيو يارك ټائمز وئيلي دي عمران خان د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه سمدستي وروستو د كشمير پشمول د دواړو هېوادونو ترمېنځه ټولې مسئلې حل كولو لپاره ??ند سره د مذاكراتو بحالۍ لپاره ??څې كړې ۔ وزيراعظم عمران خان خپله مركه كښې غوښتنه كړې چې د ملګرو ملتونو امن ډلو او مبصرينو له دې هندي مقبوضه كشمير ته د دورې كولو اجازه وركړې شي ځكه چې مودي سركار د كشميريانو مسلمانانو د قتل عام عزائم لري۔(ګ ل