اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د قومي اس??بلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري وئيلي په وادي نيلم كښې د هندي پوځ لخوا د كنټرول لائن د خلاف ورزې او په سول آبادې كلسټر بمونو غورځولو سخته غندنه وكړه۔ د خالي په ورځ د غندنې په جلا جلا بيانونو ??ښې دوي د هندي اشعال ګرې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني وښودله۔ سپيكر او دوهم سپيكر د ??هي?? شويو بې ګناه وګړو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ سپيكر ووئي?? چې هند د كشمير په مسئله د پاكستان په كاميابه خارجه پالېسې او سفارت كارې پرېشان دے۔ د هند اصل څېره نړې ته وړاندې شوې۔ ده ووئي?? چې كشمير نړيواله مسئله جوړه شوې او د حل كولو نه بغېر ئې په منطقه كښې امن مشكل دے۔ دوهم سپيكر ووئي?? چې هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سخته سرغړونه كوي۔ بايد نړيواله ټولنه په كشميريانو د كېدونكي ظلم نوټس واخلي۔