کوئټه ۔ 20 مارچ(اے پی پی) د پاکستان تحریک انصاف بلوچستان صوبائی وياند بابر یوسفزئی سنجاوی كښې د لېويز په پوسته د بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي دا ډول د يرونې كارروائۍ د صوبې امن ته زيان رسولې نه شي۔ د پی ټی آئی بلوچست??ن سېکرټرېټ څخه جاري شوي بيان كښې بابر یوسفزئی ووئيل بلوچستان كښې امن په ځائې كولو له امنيتي ځوا??ون?? بلها قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل په پېښه كښې په شهيد شويو اهلكارو ټول اولس ته وياړ دې او دا ډول پېښې زمونږ د امنيتي ځوا??ون?? ځوانانو حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ ده ووئيل د شهيد شويو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل مونږ د شهيد اهلكارو د كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ ده غوښتنه وكړه چې امنيتي ادارې دې پېښه كښې ككړ ترهګر د عبرت نمونه جوړه كړي۔ ده ووئيل ټول اولس خپلو امنيتي ځوا??ون?? سره څنګ په څنګ ولاړ دي او هېواد څخه به د ترهګرۍ نوغې ويستلې شي