اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون سېكتر بابر یعقوب فتح مح??د په مشرۍ ??ښې خېبر پښتونخوا ??ښې د بلدياتي مودې ختمېدو نه پس د بلدياتي ټاكنو په اړه مشاورتي غونډه و??وه?? په غونډه ??ښې د ټاكنو كمېسون لوړ پورو ٬ د خېبر پښتونخوا لوكل ګورنمنټ او د صوبائي قانون څانګې سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ د ټاكنو كمېسون چارواكو لخوا په وركړې شوي بريفنګ ??ښې ووئيل شول چې د بلدياتي ادارو موده د اګست په 28مه نيټه كال 2019 ختمېږي٬ د آئین د آرټیکل 140(A) او د الېکشن اېکټ 2017 د سېکشن 219 (4) له مخې په صوبو ??ښې د بلدياتي ادارو د مودې ختمدېو نه پس په 120 ورځو ??ښې دننه بلدياتي ټاكنې كول د الېكشن كمېسون آئينې ذمه واري ده ۔ غونډې ته ووئيل شول چې د صوبائي حكومت نمائندګان په نننۍ غونډه ??ښې د رابللو مقصد دا دې چې صوبائي حكومت دې په وخت خبر كړې شي دغسې چې د بلدياتي ټاكنو په اړه معاملے ګړندې كړې شي او ټاكنې په وخت كول ممكن شي۔ صوبائي واكمنو ته ووئيل شول چې د ټاكنو نه وړاندې حلقه بندۍ ٬ د لسټونو تيارې او تربيې لپاره مناسب وخت پكار دې دې لپاره ضروري ده چې د خېبر پښتونخوا حكومت د 30 اپرېل نه وړاندې هر ډول قانوني سقم لرې كړي دغسې چې د ټاكنو كمېسون خپله آئيني او قانوني ذمه واري ترسره كولو سره په ټاكلې شوې موده ??ښې الېكشن وكړې شي ۔ د خېبرپښتونخوا حكومت نمائندګانو غونډې ته ووئيل چې صوبائي حكومت په د بلدياتي نظام په قانون ??ښې ځينې بدلونونو تجويزونه وركړې دي چې كار پرې روان دے۔ دوي باور وركړو چې د ټاكنو كمېسون لَخوا پور??ه كړې شوې ټول نكاتو څخه به صوبائي حكومت خبرولې شي