اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی سره د مصر سفیر احمد محمد فضل یعقوب د جمعې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې وليدل۔ د ملاقات په مه??ل د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندو??ه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی ووئيل مصر او پاكستان خپلو ك??ې سیاسی، سماجی او كلتوري اړيكې لري۔ ده ووئيل پاكستان مصر سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د مصر پخوانې تهذیب او تمدن اثرات په ټوله سيمه كښې نن هم ښكاره دي۔ ده ووئيل پاكستان مصر سره دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو ك??ې خوښې لري۔ نړيوال او سيمه ايز تناظر تر نظر لاندې ساتلو سره د پاكستان او مصر اړيكو لا قوي كولو ته اړټيا ده۔ ده ووئيل تجارت، سیلګري او سرمایه كارۍ په څانګو ك??ې د يو بل د تجربو څخه بشپړه استفادہ كېدې شي۔ ده ووئيل پارلمانی سفارتكاری كارولو سره په اولسي كچه د اړيكو لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاكستان زدكونكو لپاره جامعه الازهر كښې د سكالر شپس د لارې اعلیٰ تعلیم ترلاسه كولو موقعې دې پیدا كړې شي۔ده ووئيل مسلمانان دا مه??ل د خپلو ك??ې د اختلافاتو ښكار دي، مسئلې به د خبرو اترو د لارې حل كول وي۔ جنګ د مسئلو حل نه دې۔ ده ووئيل د مسلمانانو اتحاد لپاره به په ګډه هڅې كول وي۔ د مصر سفیر د پاكستان او مصر اړيكې مخ په وړاندې بوتللو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش شته۔