اسلام آباد ۔ 8 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی سره د چين سفير یاؤ جنګ د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې ?? چين سفير د سېنېټ چيئرمېن بلوچستان كښې ?? سي پېك تر سيوري لاندې روان منصوبو په اړه خبر كړو۔ په دې مهال د بلوچستان چيف سېكتر ډاكټر نذير هم موجود وو۔ د سېنېټ سېكرټرېټ ترمخه د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجرانی ووئيل بلوچستان كښې په روانو منصوبو دې كار تند كړې شي دغسې چې د پرمختګ عمل مېوو څخه اولس ګټه پورته كړې شي۔ بلوچستان كښې ??ې د اوبو رسنې ٬ روغتيا ٬ووكېشنل ټرېننګ او د لوبو ودې منصوبې بايد په ترجيحي بنيادونو ترسره كړې شي۔ ملاقات كښې په دې خبره صلا راغله چې بلوچستان ته دې روغتيا او زده كړو سره اړوندې آسانۍ وركړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن هدايت وكړو چې د نړيوال معيار يو روغتون جوړولو كار زر تر زره پېل كولو له دې منصوبه بندي وكړې شي۔ ده ووئيل د پاكو اوبو رسنه به د بلوچستان د زياتې ودانۍ په ګټه وي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل بلوجستان كښې ?? فشريز څانګه د سرمايه كارۍ پراخا ګنجائش لري۔ ده ووئيل د پرمختګ په دې عمل كښې ?? هېواد نورې وروستو پاتې سيمې هم شامل كړې شي۔ صادق سنجرانی ووئيل د بلوچستان زده كوؤنكو ته دې وظيفې وركړې شي۔ په دې لړ كښې ??ې د مېرټ ترمخه او صوبائي حكومت په نګرانۍ كښې ټولو ضلعو ته يو برابر برخه وركړې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې ?? چين سفير ووئيل چې بلوچستان كښې ?? چين په مرسته د لوبو انفراسټركچر ودې له به اولنې فټ بال سټېډيم كوئټه كښې ??وړولې شي۔ ده ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت سره په ګډه وروستو پاتې سيمو له منصوبې جوړولې شي