اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان د دیامر بھاشا ډیم جوړولو په لړ كښې د سمندر پ??رې پاكستانيانو جذبه د ډاډ وړ او د ستائنې جوګه ګرځولو سره وئ??لي دي هېواد كښې د اوبو د پانګو حفاظت د وخت مهم ضرورت دے ٬ په بند فنډ چې د هېواد دننه او بهر څخه كوم غبرګون رامخې ته شوې د دې له مخې دا اميد پېدا شوې چې دا منصوبې به د وخت نه وړاندې پېل كړې شي٬ ډېر زر به د مومند بند د بنياد تيګه كېږدم۔ ۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ دبئۍ سره د تعلق لرونكو د پاكستان تاجرانو پلاوي سره كړې چا چې د ممتاز مسلم په مشرۍ كښې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال سناتور فېصل جاوېد هم په دې موقع موجود ٶ۔ په پلاوي كښې امجد ع??ی خان، ماجد بشیر او مصطفی قاسم شامل وو۔ وزیرِ اعظم ته سناتور فېصل جاوېد د ډېم فنډ رېزنګ ون يونټس په اړه تفص??لي بريفنګ وركړو۔ د پلاوي غړو دبئۍ كښې د سناتور فېصل جاويد لخوا په ډېم فنډ رېزنګ كښې 9 لكه 18 زره 510 ډالره ديامر بهاشا بند فنډ لپاره عطيه كړې۔ وزیراعظم عمران خان د چیف جسټس آف پاکستان او وزیرِاعظم پاکستان دیامر بھاشا او مومند بندونو فنډ په لړ كښې د فنډرېزنګ په ون يونټ كښې د پلاوي د غړو ا?? نورو سمندر پ??رې پاكستانيانو لخوا د عطياتو ا?? جذبې ستائنه كولو سره وئ??لي دي د بندونو جوړولو په لړ كښې د پاكستانيانو جذبه د ډاډ وړ او د ستائنې جوګه ده۔ پلاوي سره په خبر?? كښې وزیراعظم ووئيل ٬ هېواد كښې د اوبو د پانګو حفاظت د وخت مهم ضرورت دے٬ په بند فنډ كښې چې د هېواد دننه او بهر څخه چې كوم غبرګون رامخې ته شوې د دې له مخې دا اميد پېدا شوې چې دا منصوبې به د وخت نه وړاندې پېل كړې شي۔ د بندونو جوړولو پحقله په عملي اقداماتو خبره كولو سره وزيراعظم ووئيل ډېر زر به د مومند بند د بنياد تيګه كېږدم ۔ د يادونې وړ ده دا منصوبه د تېرو څو كالو راهسې ځڼډ سره مخ وه۔ په دې موقع سناتور فېصل جاوېد وزیراعظم ته د بندونو فنډ لپاره په بېلا بېلو هېوادون?? كښې د فنډ رېزنګ ون يونټس پحقله بريفنګ وركولو ووئيل تر اوسه په دبئۍ، برسلز، آسټریا، فرانس، ډنمارك، ناروے، یونان، سیټل، نیو جرسي، شکاګو، واشنګټن ډي سي او ایری زونا كښې فنډ رېزنګ لپاره ون يونټس شوي او په دې لړ كښې د بهرنيو پاكستانيانو لخوا د فنډ رېزنګ ښه ډاډګيرنه كېږي۔ سناتور فېصل جاوېد ووئيل ډېر زره به په نورو هېوادون?? كښې هم د فنډ رېزنګ ون يونټس كولې شي او نور عطيات به د بندونو په فنډ كښې جمع كړې شي