اسلام آباد ۔ 8 دسمبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د احتساب په بشپړه ډول ملاتړ كوي۔ د ټولو كرپټ كسانو په ضد به د كوم فرق نه غېر احتساب روان وي۔ يو نجي ټي وي چېنل سر?? خبرو كښې ده ??وئيل نېب په مكمله توګه يوه آزاده او خپلواكه اداره ده۔ د حكومت د دې سر??اري معاملاتو سر?? هېڅ تعلق نشته۔ ده ??وئيل د نېب موجوده چيئرمېن ټاكنه د پاكستان مسلم ليګ نون پخواني حكومت كړې وه۔ د شريفې كورنۍ او پي پي پي مشرتابه ټولې مقدمې او رېفرنسز هم د پاكستان مسلم ليګ نون په پخواني حكومت كښی پېل شوې وو۔ ده ??وئيل حكومت د نيا پاكستان هاؤسنګ سكيم په ډول د خېر ښېګړې منصوبې اولس لپاره پېل كړې دي۔ وزیراعظم عمران خان شېلټر منصوبه هغه بې كوره كسانو لپاره پېل كړې كوم چې په سړكونو ژوند كوي او په سړكونو اوده ??ېږي۔ د جعلي اكاؤنټس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل اېف آئي اے بايد د ټولو جعلي اكاؤنټس كېسونو پلټنيو كښې خپل كردار ترسره كړي