اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان او د متحده عرب اماراتو ولي عهد شا??زاده محمد بن زېد النهيان د پاك??تا?? او متحده عرب اماراتو ترمېنځه اړيكې د اوږدې مودې په تزويراتي اقتصادي شركت كښې په بدلولو اتفاق كړے۔ د ابوظهبي ولي عهد او متحده عرب اماراتو د وسله والو ځواكونو كمانډر شېخ محمد بن زېد النهان په بلنه وزيراعظم عمران خان د اتوار په ورځ د متحده عرب اماراتو يوه ورځنې دوره وكړه۔ وزيراعظم سره د لوړې كچې پلاوې هم په دوره تللې و۔ د پاك??تا?? په پلاوي كښې خارجه وزير شاہ محمود قریشي، د خزانې وزير اسد عمر، د پېټروليم وزیر غلام سرورخان، د توان دوهم وزير عمرایوب خان ،د وزيراعظم د تجارت سلاكار او سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه هم شا??ل وو۔ شېخ محمد بن زېد النهیان د وزيراعظم عمران خان هركلې وكړو او د دې نه پس د وزيراعظم په صدارتي ماڼې كښې رسمي هركلې وشو۔ د هركلي د دستورې نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلاوو په كچه خبرې وشوې۔ په دبئي كښې د وزيراعظم عمران خان هركلې د متحده عرب اماراتو وزيراعظم٬ نائب صدر او د دبئي حكمران شېخ راشد المكتوم وكړو۔ وزيراعظم د شېخ زېد جومات دوره وكړه او د شهيدانو په يادګار ئې حاضري وكړه چرته چې ده شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ولي عهد شېخ محمد بن زېد سره د پلاوو په كچه په مذاكراتو كښې دوه اړخيزه٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو ته پام وكړے شو۔ د خبرو په مهال دواړو مشرانو د پاك??تا?? او متحده عرب اماراتو ترمېنځه په اړيكو كښې په پرمختګ د اطمينان څرګندونه وشوه او دواړو هېوادونو د شركت اضافې لپاره په اقداماتو كولو اتفاق وكړو۔ دواړو مشرانو د تجارتي او اقتصادي اړيكو په قوي كولو او د دواړو هېوادونو د تجارت او سرمايه كارې په لار كښې د خنډونو په ختمولو هم اتفاق وكړو۔ دواړو مشرانو په دې وروستيو كښې د متحده عرب اماراتو د لوړې كچې پلاوي لخوا د پاك??تا?? په دوره د اطمينان څرګندونه وكړه او د پاك??تا?? او متحده عرب اماراتو ترمېنځه اړيكې د اوږدې مودې په تزويراتي اقتصادي شركت كښې بدلولو لپاره ئې د عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د تجارت٬ سرمايه كارې٬ اقتصادي پرمختګ ٬ توان او بنيادي ودانې او د كركيلې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې او شركت زياتولو لپاره د جامع روډ مېټ په تشكيل كولو هم اتفاق وكړو چې دغسې د اقتصادي شركت څخه زره استفاده وكړې شي۔ وزيراعظم عمران خان او ولي عهد شا??زاده محمد بن زېد د پاك??تا?? يو اے اي د وزارتي كميسون غونډه په فرورې كال 2019م كښې په ابوظهبي كښې د كولو پرېكړه وكړه۔ د دې غونډې مشري به د دواړو هېوادونو خارجه وزيران په شريكه كوي۔ دواړو مشرانو د پاك??تا?? او متحده عرب اماراتو د خارجه وزارت ترمېنځه دوه اړخيزه سياسي مشاورت او زېر التوار لوظنامو ته په فاسټ ټرېك د حتمي شكل وركولو د عزم څرګندونه هم وكړه۔ دواړو مشرانو د پاك??تا?? او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د دفاع او سلام??يا په څانګو كښې په مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او د تربيې٬ شريكو مشقونو او د دفاعي پېداوار په څانګو كښې د لا كار كولو د عزم ئې وښودلو۔ دواړو مشرانو دا خبره نوټ كړه چې د پاك??تا?? او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د شركت بنيادي عنصر د سيمه ايز او نړيوال اهميت په چارو د دواړو هېوادونو يو ډول دريځ دے۔ دوي د دې باور څرګندونه وكړه چې د برداشت ٬ عدم مداخلې او اولسي پرمختګ په بنياد اېجنډې ته پام كولو سره په منطقه كښې پوخ امن ا و استحكام ممكن كېدے شي۔ دواړو مشرانو د ترهګرې د ټولو صورتونو او مظاهرو غندنه وكړه او د دې لعنت خاتمې لپاره ئې په نزدې كار كولو اتفاق وكړو۔ ولي عهد د ترهګرې او انتهاخوښې خاتمې لپاره د پاك??تا?? د هڅو او د بې مثاله قربانيو اعتراف و??ړو۔ دواړو هېوادونو د نړيوالو منظم جرائمو پشمول د نشه اي توكو قاچاق٬ مني لانډرنګ او د انساني قاچاق مخ نيوي لپاره د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔ وزيراعظم عمران خان د متحده عرب اماراتو باني او وړومبي اولس مشر شېخ زېن بن سلطان النهيان ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه كوم چې د بصيرت لرونكې مشرې د لارې د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كړې او د پاك??تا?? او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د دوستې بنياد ئې ايښې۔ وزيراعظم ووئيل چې شېخ زېد بن سلطان النهيان د پاك??تا?? مخلص دوست و او هغه پاك??تا?? ا و د پاك??تا?? اولس سره مينه لرله۔ پاك??تا??ي اولس هم په مينه ځواب وركړے۔ د پاك??تا?? اولس د شېخ زېد بن سلطان النهيان او د متحده عرب اماراتو د مشرتابه د زړه نه قدر كوي۔ وزيراعظم د برداشت٬ اقتصادي پرمختګ٬ د ځوانانو او مېرمنو بااختياره كولو په لړ كښې د متحده عرب اماراتو كاميابې وستائيلې۔ ده په خاص توګه د سېلګرې او حكمرانې بهترې لپاره د غوره ټېكنالوجې په استعمال د متحده عرب اماراتو د كاميابو ستائنه وكړه۔ ده د پاك??تا?? اسسټنس پروګرام د لارې د پاك??تا?? سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د متحده عرب اماراتو په پرله پسې مرسته كولو د متحده عرب اماراتو او د اماراتي مشرتابه مننه وكړه۔ ده په خاص توګه د پوليو مخ نيوي لپاره په مرسته كولو د شېخ محمد بن زېد النهيان مننه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان متحده عرب اماراتو مشرتابه د خپل حكومت د اصلاحاتي اېجنډې نه چې پكښې د كرپشن خاتمه٬ د سپېځل??يا وده او په حكومتي كچه احتساب باوري كول شا??ل دي٬ په اړه خبر كړو۔ ده په اېكسپو 2020م ??ښې په موثر ډول ګډون كولو او دې لوي ايونټ كاميابې لپاره د پاك??تا?? د بشپړه ملاتړ څرګندونه وكړه۔ په دې لړ كښې پاك??تا?? اېكسپو 2020 كامياب كولو لپاره يو اے اي ته د آئي ټي پوهانو او د هنر مند كسانو د خدماتو وړاندې كولو وړاندېز وكړو۔ د متحده عرب اماراتو په پرمختګ كښې د پاك??تا??ي پوهانو٬ هنر مند او د غېر هنر مند قوت د خدماتو اعتراف كولو سره دواړو هېوادونو د لېبر په اړه په چارو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔ د وزيراعظم په دې وروستيو مياشتو كښې دا د متحده عرب اماراتو دوهمه دوره ده۔ دا دوره د پاك??تا?? او د متحده عرب اماراتو ترمېنځه د خاص اړيكو اهميت په ډاګه كوي كومې چې د ورورولې٬ تهذيب٬ كلتور٬ مذهب او اقتصادي په بنياد اړيكې دي۔ وزيراعظم په تود هركلي كولو او كوربتوب كولو د متحده عرب اماراتو د حكومت او اولس مننه وكړه۔ ده شېخ محمد بن زېد النهيان ته په مناسب وخت د پاك??تا?? د دورې كولو بلنه هم وركړه كومه چې شېخ محمد بن زېد النهيان قبوله كړه۔