اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاکټر نورالحق قادري وئيلي دي وزیر اعظم عمران خان د هېواد ټولنه علم دوسته جوړول غواړي٬ حكومت وزيراعظم هاٶس يو پوهنتون ليدل غواړي٬ كوم ئې چې د علم دوستۍ ثبوت دے۔ قدرت اسلامي نړۍ له ډېر وسائل وركړي۔ وفاقي وزير دا خبرې نمل پوهنتون اسلام آباد ??ښې ” په حاضر وخت ??ښې اسلامي ټولنو ته پېښ فكري او اخلاقي مسئلې او په اسلامي تناظر ??ښې د دغې حل” په سر خط څلورم 2 ورځني نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا ??ښې وكړې۔ ډاکټر نورالحق قادري ووئيل د كنفرنس موضوع دومره پراخه او ضخيمه ده چې احاطه ئې كول ګرانه ده۔ وزیر اعظم عمران خان د ا??لامي جذبې له مخې پاكستان ??ښې مېشته افغان وګړو او بنګاليانو ته د حقونو وركولو خبره كړې ده ۔ ده ??وئيل قدرت اسلامي نړۍ له ډېر وسائل وركړي او د دې باوجود ګڼ شمېر مسئلو سره مخ ده او د دې مسئلو نه بهر كېدو لپاره به مونږ له د خپلو پېغمبرانو پېروي كول وي ځكه چې تر څو مونږ خپلې د هدايت چينې سره مراجعه ونه كړو جهالت به زمونږ مقدر وي۔ په دې موقع د نمل پوهنتون رېكټر مېجر جنرال (ر) ضیاء الدین نجم هم وېنا وكړه ۔ په كنفرنس ??ښې د ا??لامك پوهنتون پخواني رېكټر معصوم ياسين زئۍ او د فېكلټي پشمول په لويه شمېره زده ??وٶنكو ګډون وكړو