اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په حقله قامي يو والې خوش آئند دے??پھ داسې د چا جذبات مجروح كول ښھ نه دي٬پاكستان د كركې د سياست او په ټول ټاكنو كښې د تاخير متحمل كېدې نه شي٬پاكستان كښې د اخلاقو نه د لرېوالي او د بدتميزۍ د سياست هېڅ ځاې نشتھ٬د فاټا اولس له هم هغه آسانۍ وركول غواړو كومې چې د هېواد نور اولس ته ترلاسه دي٬زمونږ مقصد د قبائېلي سيمو د اولس باور ترلاسه كول دي او هم دا زمونږ لاره ده۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا انضمام په حقله د 31م آئيني بدلون منظورۍ نه وروستو په خپله و??نا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل قامي اسمبلۍ نن يو ت??ري??ي بل منظور كړی او د دې نتيجې به ډېرې ګټورې وي٬د مخالفې ډلې مننه كوم چا چې بل پھ منظورۍ كښې زمونږ ملګرتيا كړی٬دا هڅه د تېرو څلورو كلونو نه روانه وه او په دې اړه د سرتاج عزيز په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړی شوې وه كومې چې دوه دوه نيم كاله كار وكړو او راپور يې وړاندې كړو۔ده ووئيل د دغه راپور په بنياد د فاټا كمېټي جوړه كړی شوه چې ??كښې سرلښكر٬صوبائي اعلٰی وزيران٬ګورنر٬وفاقي وزيران او نور شامل وو۔دغې كمېتۍ د راپور جاج واخست او وروستو ورله د بل شكل وركړې شو۔حكومت او مخالفه ډله په بل سلا شول او نن بل منظور كړی شو۔وزيراعظم ووئيل په خاص توګه د سيد خورشيد شاه ٬ شاهد محمود قرېشي او د فاروق ستار پشمول د ټولو مننه كوم چا چې د بل منظورۍ په اړه نه يوازې زمونږ ملګرتيا كړی بلكې خپلې رائے يې هم راكړې دي۔ده ووئيل نن هم حكومت او مخالفو ګوندونو په سلا دا بل منظور كړی۔د دې بل پھ حقله چې څنګه قامي يو والي ته اړتيا وه هم هغسې اتفاق پیدا شو۔د عمران خان وېنا په حقله وزيراعظم د نوم اخستو نه غېر ووئيل زه پھ دې افسوس لرم چې اوس كومه و??نا وكړی شوه او په كښې داسې خبرې وشوې چې د كومو ضرورت نه وو٬نن داسې كومه خبره نه وه پكار چې ترې كركه محسوسېيږي۔ده ووئيل د دې خبرو نه د پاكستان اولس خبر دے او په دې غونډه كښې څو ځله په دې بحث شوې چې دهرنا ولې وه ؟ چا وكړه ؟ څنګه وشوه او قانوني اړخ يې څه و??ده ووئيل كه د الېكشن كومه شخړه وي د هغې حل له په الېكشن كمېشن كښې پيټشن دائر كېږي او دغسې دغه عمل ترسره كېږ??۔و??يراعظم ووئيل زه دغه خبرې كول نه غواړم چې ??ه پانامه كښې څه وشول او چا ته مني لانډرنګ وئېل دا خبرې د اخلاقو د تقاضو سره سمې نه خوري۔په خاص توګه پھ داسې ورځ چې ??ونږ ټول يو موټې يو او يوه لويه مسئله حل شوې۔ ده ووئېل پھ داسې موقع په شخړيزه خبره د ټولو جذبات مجروح كول سمه نه ده۔ده ووئيل د دې خبرې پريكړه به د پاكستان اولس په ټول ټاكنو كښې كو??۔و??يراعظم ووئيل پھ دې بل كښې د دې خبرې خاص خيال ساتلې شوې چې د بل پھ وجه د ټول ټاكنو ځنډولو هڅه ونه كړی شي۔په دې كښې ټولو ګوندونو زمونږ مرسته كړی۔ده ووئيل كه د بل جاج واخستلې شي نو د ټولو نوو موقعو او د وسائلو په بل كښې خيال ساتلې شوې چې ??كښې فاټا كښې د ټول ټاكنو په حقله اتفاق هم شامل دې چې ??كښې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د چوكو پشمول نورې چارې شامل دي۔ده ووئيل پھ دې بل كښې په خاص توګه د ټول ټاكنو نه ځنډولو ته پام لرنه شوې ځكه چې ??اكستان د الېكشن د تاخير متحمل كېدې نه شي۔ده ووئيل تر 31 مئې به حكومت قائم وي او په 60 ورځو كښې دننه به د آئين ترمخه ټاكنې كول وي او هم دا زمونږ د پاكستان د اولس سره وعده وه۔وزيراعظم ووئيل د بل منظوري انتها نه ابتدا ده مونږ د فاټا د اولس باور ترلاسه كوو او دغه باور به يوازې پھ چغو سورو نه ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ منظورۍ نه پس په بل سېنېټ نه منظورېږي او بيا به اولس مشر منظوري وركوي۔ده ووئيل د ټولو نه زيات ضرورت د دې خبرې دے چې د فاټا دننه د پرمختيائي عمل كوم كمې دے جې هغه ترسره كړی شي۔ده ووئيل دا زمونږ عزم دے چې د فاټا دننه به پھ لسو كالو كښې هر كال 100 اربه روپۍ خرڅ كولې شي او په دې حقله د پارلمان عزم پكار دے چې ??ونږ د فاټا اولس له هغه آسانۍ وركړو كومې چې د پاكستان نور اولس لري