هرارے ۔ 26 اپرېل (اے پی پی) زمبابوے به د روان كال جولائي مياشت كښې د پاكستان ??و آسټريليا په ضد د درې هېواديز ټی ټونټی انټرنېشنل کرکټ سیریز كوربه وي۔ دې سره سره د زمبابوے او پاكستان ??رمينځه د 5 يو ور??ني نړيوال مېچونو شېډول هم تيار كړې شوې۔ ?? فیوچر ټور پروګرامز ترمخه آسټریلیا له د زمبابوے دورې په مهال يو ټېسټ او پاكستان له دوه ټېسټ مېچونه كول وو ولې د زمبابوے كركټ كونسل د مالي ستونزې په سوب د هوم ټېسټ مېچونو كوربتوب څخه معذرت وكړو۔ د زمبابوے کرکټ مېنجنګ ډائرېکټر فېصل حسنېن خپل خبري كنفرنش كښې ووئيل دا مهال مونږ مالي ستونزې سره مخ يو له دې كبله د پاكستان ??و آسټريليا په ضد د ټېسټ سې??يز كوربتوب نه كوؤ بياهم ددرې كركټ لوبډلو ترمينځه درې هېواديز ټي ټونټي سي??يز به جولائي كښې كولې شي۔ ده ووئيل كه مالي مسئلې هوارې نه شوې نو د پاكستان په ضد ون ډۍ سي??يز ځنډول كېدې شي