اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د قامي تاريخ او ادبې ورثې ډويژن قامي كمېشن برائے وقار نسواں سره په ګډه په نېشنل كتابتون كښې د اولني نېشنل وېمن رېسورس سنټر جوړولو منصوبه جوړه كړې۔ په دې لړ كښې د دواړو ادارو ترمينځھ لوظنامه ش??ې۔ قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي په دې اړه اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل دې رېسورس سنټر سره به مېرمنو ته تر كتاب??نو ٬د مېرمنو په اړه تحقيقي مواد ٬ مقالو ٬ مضمون??نو او جريدو رسنه ترلاسه ش??۔ ده ووئيل د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن عملې ته هدايت شوے چې ريسورس سنټر ته راتلونكو مېرمنو ته هر ممكنه اسانۍ وركړي دغسې چې هغوي ددې سنټر څخه د لوستې په وخت استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل د مېرمنو احترام او خيال ساتل زمونږ بنيادي ذمه واري ده۔ دغسې مېرمنې د دوئي د حق??نو او سماجي مسئلو په اړه خبرول د وخت غوښتنه ده دغسې چې هېواد كښې پرمختګ او خوشحالي راشي۔