اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د محرم الحرام امنيت په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې كښې د محرم په مهال امنيت له د پورته شويو اقداماتو جاج واخستې شو۔ داخله وزير ټولو قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته په محر?? كښې د جلوسونو او مجلسونو حفاظت لپاره د كوټلي تګلار ترتيب كولو هد??يت وكړو۔ ده د ټولو مكاتب فكر په جيد علما كرامو زور راوړو چې ھغوي دې اولس ته د امن وعظ وكړي او حكومت سره دې مرسته وكړي۔ ده ووئيل قانون نافذ كوٶنكې ادارې او ضلعي انتظاميه دې علمائے كرامو سره تماس و??ات??۔ ده هد??يت وكړو چې په مذهبي كركه خپرونكو ژور نظر وساتئ٬ ده ووئيل په محر?? كښې د جلوسونو او مجلسونو حفاظت لپاره دې كوټلې تګلار ترتيب كړې شي۔ داخله وزير ووئيل په تېر وخت كښې نړيوال طاقتونه د كورني اړي ګړي له امله تنزل?? سره ښكار شوي۔ ده ووئيل د كميونټي پوليسنګ عمل فعاله كولو ته اړتيا ده٬ اولس كښې د ذمه وارۍ احساس بېدارولو لپاره دې په هره كچه اقدامات وكړې شي۔ داخله وزير د محرم په مياشت كښې د كومبنګ آپرېشن او سروے د لارې د شرخوښو په ګوته كولو لپاره هم احكامات جاري كړل۔ ده ووئيل چې د لغوه تنظيمو په هلو ځلو دې نظر و??ات??ې شي۔ ده ووئيل چاته به هم د پاكستان نړيوال تشخص ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو۔ غونډه كښې ووئيل شوې چې د محرم په مياشت كښې د هر ډول ناوړه پېښې مخنيوي له ټول هېواد كښې 32 زره 720 اهلكار په ځائ كړې شوې دي۔ غونډه كښې ووئيل شول چې د حساس ځايونو به فضائي نګراني كولې شي او په داخله وزارت كښې به كنټرول سنټر جوړولې شي چرته چې به د ټولو صوبو انتظاميې سره رابطه ??ات??ې شي۔(وا/ګ